IQNA

په افغانستان کې واکمن  حکومت د قانوني حکومت بڼه نه لري

16:28 - September 12, 2023
د خبر لمبر: 3487947
ایکنا-(اسلام اباد) دپاکستان لومړی وزیر انوار الحق کاکړ په یو لړ څرګندونو کې ووئيل، لویدیځوالو خپل پيټی  وتړۀ او له افغانستانه  لاړل  او اوس هم هغه حکومت چې په دغه هیواد کې باقي پاتې دی،کوم قانوني حکومت نه دی.

ایکناد تسنیم له قوله راپور راکړ،د پاکستان دموقتي حکومت لومړي وزیر په رسندوئي غونډې کې ووئيل، لویدیځوال لاړل او هغه حکومت چې په ا فغانستان کې باقي پاتې  دی کوم قانوني حکومت نه دی.

 تسنیم خبری آژانس راپورورکړی ،  دپاکستان  موقته لومړي وزیر انوارالحق کاکړنن په یولړ څرګندونو کې ووئیل، پاکستان د افغانستان ،سرحدي سیمو  او خیبرپختونخواه  صوبې واقعیّتونه تر نظر لاندې ساتي  او  د کابل دحکومت توانمني او نیّت هم سنجوي.

هغه زیاته کړې ده ،هماغه شان چې ځيني وائي باید  ډيپلوماټيک ډګر کې  هم پر واقعیّتونو سترګې پټې کړو،نو آیا افغانستان  له درو ټریلیّن ډالرو له لګولو او دلویدیځي  هیوادونو له لاسوهنو وروسته یو مرکزي حکومت دی؟

کاکړ په دوام کې  ووئيل، لویدیځوالو خپل پيټی  وتړۀ او له افغانستانه  لاړل  او اوس هم هغه حکومت چې باقي پاتې دی یو قانوني حکومت نه دی.

د پاکستان موقته لومړي وزیر تیره اونۍ هم په افغانستان کې  د امریکا او ناټو په پاتې وسلو  داندیښنې په څرګندولو سره  وئيلی وو،فکر مو کاوۀ په افغانستان کې به  دطالبانو په مسلط کیده سره  د پاکستان وضعیّت  لاښه شي خو دغه شان ونه شول.

انوار الحق کاکړ  له جیونیوز خبری چینل سره په خبرو کې ټينګار کړی ؤ  هغه امریکائي ماډرن وسلې او تجهیزات چې  ددغه هیواد د پوځیانو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې وې،نه یوازې  د  پاکستان لپاره،بلکې  دسیمې لپاره  هم لوي ګواښ دی .

 له پاکستان سره د افغانستان د طالبانو د حکومت تاؤتریخوالي په دا وروستیو میاشتو کې ډیر ترینګلي شوي دي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1402/06/21/2955186/

captcha